پوتین محمود عباس ته د مسکو د سفر بلنه ور کړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته بلنه ورکړه چې مسکو ته سفر وکړي.

ښاغلي پوتین د جمعې په ورځ ښاغلي عباس ته د بلنۍ ترڅنګ، په غزه کې د شخړو د بندولو لپاره خپل ملاتړ له فلسطینۍ ادارې څخه اعلان کړ.

کرملین ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکلي چې د روسیې ولسمشر او د فلسطینۍ ادارې مشر په غزه کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.
د کرملین په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ټلیفوني خبرو کې د وینو تویولو د ژر پای ته رسولو پر اهمیت او د منځني ختیځ د سیاسي بهیر پر بیا پیلولو او په نړیوال منل شوي حقوقي بنسټ د فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار شوی دی.
کرملین ویلي دي چې محمود عباس به «مناسب وخت» کې مسکو ته سفر وکړي.