د بشري حقونو څار ډله: یوناما د نجونو د زدکړې برخه کې لوی جوړجاړي ته چمتو کېږي

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشرې په ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې د راپورونو په غبروګون کې ويلي، چې مدرسې د ښوونځيو «بديدل او د منلو وړ ندي.» هدربار وويل، روزا اوتونبايوا د افغان نجونو په نشتون کې « یو لوی او زيان رسونوکي جوړجاړي ته چمتو» ده.

د بشري حقونو د څار دغه لوړ پوړي چارواکې په اېکس پاڼه کې ويلي، د دغه هيواد د ماشومانو لپاره، چې «افراطي درسونه» زده کوي هيڅ راتلونکې نشته.

تر دې مخکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا ويلي وو، «ډېر شواهد» یې ترلاسه کړي، چې زياتې نجونې ديني مدرسو ته ځي.

اوتونبايوا د همدې اونۍ د چهار شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې دغه سازمان د طالبانو تر واک لاندي ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړې په اړه د راپورونو اړوند څېړنه کوي.

هغې زياته کړه، چې « طالبان په ديني مدرسو کې د څار اجازه نه ورکوي او موږ نه پوهيږو، چې هلته څه تدریسيږي.»

خو هدر بار پر روزا اوتونبایوا نیوکه وکړه او ویې ویل، چې داسې ښکاري هغه له طالبانو سره «لوی جوړجاړي» ته چمتو ده.

هیدر بار د افغان نجونو په نشتون کې دا جوړجاړی « ناممکن او زيات زيانمنونکی» وباله.

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشره وایي، افغان کارپوهان په وار ـ وار د هلکانو او نجونو د زدکړو لپاره د دولتي ښوونځيو پر ځای د ديني مدرسو د جوړولو خبره کوي.

هدربار وپوښتل « ایا ملګري ملتونه دې نظرونو ته غوږ نيسي؟.»

هغې زياته کړه، ملګري ملتونه هغه راپورنه څېړي او تاييدوي، چې طالبان په ديني مدرسو کې نجونو ته د زدکړې کولو اجازه ورکړې.

په امنيت شورا کې د اوتونبايوا څرګندونې

مېرمن اوتونبايوا د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له غونډې وروسته وويل، طالبان هڅه کوي زيات ماشومان په ديني مدرسو کې شامل کړي، ځکه دغه ډله باور لري، چې مدرسه یو سیمه یېز او اصیل شی دی، په داسې حال کې، چې ښوونځی لوېدیځه پدیده ده.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې د دې په منلو سره، چې دغه سازمان ته ستونزمنه ده، چې د طالبانو په دیني مدرسو کې د درسي موادو څارنه وکړي، څرګنده کړه، د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت هڅه کوي په دې پوه شي، چې طالبان په دینې مدرسو کې ماشومانو ته څه ور زده کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په خبره، راپورونه ښيي، چې د افغانستان په يو شمېر دينی مدرسو کې نجونو ته د زدکړې کولو اجازه شته؛ خو معلومه نه ده، چې په دغو ديني مدرسو کې څومره نجونې په زدکړو بوختې دي او هلته د زدکړو کيفيت څه ډول دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ویلي، چي په بشپړ توګه د یوې عصري درسي برنامې نشت، چې نجونې او هلکان په مساوي توګه هغه ته لاسرسی ولري، په اقتصادي برخه کې د طالبانو د ځان بسیایني د طرحي پلې کول ناشوني کوي.

تر دې مخکي د روانې مياشتې په پيل کې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې د طالبانو «ناسمه» تعليمی پاليسي هلکانو او نجونو ته زيان رسوي.

ددغه راپور له مخې، د طالبانو له لوري د ښځينه ښوونکو له دندو ګوښه کول، زدکوونکو ته بدني سزا ورکول، په تعليمي نصاب کې ځنډ او بدلون هم د هلکانو ښوونځي د ناکامۍ سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې، کله چې طالبانو د هلکانو له ښوونځیو ښوونکې لرې کړې، ډېری هلکانو ته د غيري مسلکي کسانو له لوري تدريس ورکول کيږي او يا هم په ټولګيو کې له ښوونکو پرته ناست وي.