په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تصویب په اړه د ترکیې او هنګري ترمنځ کومه هوکړه نه ده شوې
د هنګري لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب تصویب په برخه کې د ترکیې له حکومت سره هیڅ ډول هوکړه نه ده شوې او یوازې د هنګري پارلمان به په دې اړه پرېکړه کوي.
هغه وویل، چې په پارلمان کې د هغه د ګوند غړي په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د غوښتنې تصویب ته لېوالتیا نه لري.
په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د منلو بهیر د هنګري او ترکیې لهخوا د رد ځواب ورکولو له امله ځنډنی شو.
د هنګري لومړي وزیر وېکټور اوربان په سپټمبر میاشت کې ویلي و، چې هېواد یې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په برخه کې بېړه نه لري او په دې برخه کې په پارلمان کې بحثونه له خنډ سره مخامخ شوي دي.
هغه په یوې خبري ناسته کې وویل:« د سویډن د غړیتوب تصویب یوازې د هنګري د پارلمان لهخوا کېږي. هر کله چې قانون جوړوونکي په دې اړه پرېکړه وکړي دغه غړیتوب به تصویب شي؛ خو هغوی دې کار ته لېواله نه دي.»
بوداپېسټ د سویډني سیاستوالو د ناروا ادعاوو په اړه وايي، چې په هنګري کې ولسواکي کمزورې ده او له همدې امله د سویډن غړیتوب ځنډول کېږي.
د هنګري پارلمان اوسمهال په ژمني رخصتۍ دی او خپل کارونه به د فبرورۍ په میاشت کې بیا له سره پیل کړي.