د اسراییل پوځ: له اوربند وروسته له ۲۰۰۰ ډېر د حماس غړي وژل شوي دي
د اسراییل پوځ وایي، د ډسمبر په لومړۍ نېټې د غزې په تړانګه کې له اوربند وروسته د حماس له ۲۰۰۰ ډېر غړي وژل شوي. فلسطین ویلي، پر غزې د اسراییل په برېدونو کې د تلې له ۱۵مې نېټې وروسته تراوسه لږ تر لږه ۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي او له ۸۰۰۰ ډېر ماشومان او ۶۰۰۰ ښځې هم په قربانیانو کې شاملې دي.
اسراییل ټایمز راپور ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې د پوځ د اټکل له مخې د تلې له پنځلسمې د جګړې له پیلېدا بیا تراوسه شاوخوا ۸۰۰۰ د حماس جنګیالي وژل شوي دي؛ خو حماس لاتراوسه د دغې شمېرې پخلی نه دی کړی.
د اسراییل د پوځ ویاند اعلان کړې، چې په ځمکنۍ جګړه کې د دغه هېواد د سرتېرو حضور پراخ شوی او هغوی له ټینګ هوډ سره جنګېږي.
د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د دانیل هاګاري له حوالې لیکلي، حزبالله د لبنان سوېل په یوې جنګي سیمې بدل کړی دی.
دانیل هاګاري وایي، موږ له پولو د حزب الله لرې کولو ته دوام ورکوو.
اسراییل په ځلونو په غزه کې د ملکي تلفاتو په اړه د فلسطین پر شمېرو نیوکه کړې؛ خو خپله یې هم کله په فلسطین کې د ملکي تلفاتو شمېره نه ده خپره کړې.
له بلې خوا نړۍوال سازمانونه اکثرا د غزې د روغتیا وزارت لهخوا د ملکي تلفاتو خپرې شوې شمېرې په ګوته کوي.