د نجونو د ناامیدۍ ورځې؛په افغانستان کې له لوړو زده کړو څخه د نجونو پر محرومیت یو کال واوښت

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۹

په افغانستان کې له لوړو زده کړو څخه د نجونو د محرومیت یو کال پوره شو.طالبانو په تېر یوه کال کې د نجونو لپاره د پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

یو شمېر ښځینه محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی په افغانستان کې د ژوند لپاره مثبته هیله نه لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په (۲۹ قوس ۱۴۰۱) اعلان وکړ، چې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې ده.

په تېرو دولسو مياشتو کې طالبانو په هېواد کې دننه د ښځو له لاريونونو او نړۍوالو غوښتنو سره - سره د نجونو لپاره د پوهنتونونو د پرانستلو په موخه هېڅ ونه کړل او برعکس يې د ښځو پر ټولنيز ژوند نوي محدوديتونه ولګول.

"بانو" هغه نجلۍ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې د ژورنالیزم زده کړو ته مخه کړه؛ خو ډېر ژر د پوهنتونونو دروازې پرې وتړل شوې.

هغې وویل، چې په افغانستان کې د ژوند لپاره هېڅ هیله او راتلونکی نه ویني.

دغې ښځينه زده کوونکې وويل، چې د طالبانو په راتګ سره يې ژوند د کور څلور ديوالونو ته راګېر شو او دې حالت يې پر روحيه منفي اغېز کړی دی.

یو شمېر نورو ښځینه محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو اداره باید په رسمیت ونه پېژندل شي او له دې ډلې سره اړیکي به د دې هېواد د نجونو څخه غچ اخیستل وي.

طالبانو له دوو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

له داخلي اعتراضونو او نړۍوالو فشارونو سره - سره دغه ډله لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې نه پرانېزي.

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تر تړلو څلور ورځې وروسته، د ۱۴۰۱ کال د جدي په ۳مه طالبانو هم په نادولتي شرکتونو او ادارو کې د ښځو پر فعالیت او کار بندیز ولګاوه.

نور خبرونه

رادیو