فریډم ناو: طالبان باید نور فعالان هم له بند خوشې کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د بشري حقونو اداره «فریډم ناو» د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي بې قانونه نیونې ته په اشارې وایي، طالبان باید نور فعالین هم له بند خوشې کړي.

دغې ادارې د ژولیا پارسي او ندا پرواني د خوشې کیدو هر کلی وکړ او د نورې فعالانې منیژه صدیقي او پریسا ازاده هم باید له بند خوشې شي.

ژولیا پارسي چې د تلې په ۵مه په کابل کې د طالبانو استخباراتو نیولې وه، له درې میاشتیني بند وروسته د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷مه له بند خوشې شوه.

طالبانو له تیرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ډیر شمیر فعالانې، خبریالان او د مدني ټولنې غړي نیولي خو هیڅکله یې د دغو فعالانو د خوشې کېدو، پر دوی د لګېدلیو تورونو او نورو اړوند اړخونو په اړه معلومات نه دي ‌ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ملاتړې ادارې بیا د افغانستان پر روان بشري وضعیت اندیښمنې دي او وایي چې افغانستان د بشري حقونو له پلوه له بد وضعیت سره مخامخ دی.

نور خبرونه

رادیو