اروزګان یوه ښځینه ډاکتره لري او د دغه ولایت مېرمنې د ښځينه ډاکټرانو له کمښته شکایت کوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د افغانستان په سوېلي ولايت اروزګان کې مېرمنې وايي، چې په دغه ولایت کې ښځینه ډاکترانې نه شته او ډاکټر ته خپله ستونزه ويل ورته شرم ښکاري.

د دې ولايت د مرکزي روغتون يو مسوول ډاکتر بیا وايي، چې په ټول ولایت کې يوه ايم ډي ډاکټره شته، چې د ټولو ناروغو مېرمنو درملنې ته نه شي رسېدلی.

په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت عام دی؛ خو بیا هم طالبانو د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی او له امله یې ورځ تر بلې دا مشکل ډېرېږي.

دوی د ښځينه ډاکټرانو کمښت يوه جدي ستونزه یادوي.

شازيه د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې مرکز ترینکوټ ته د درملنې لپاره راغلې نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل؛ ډېری داسې ناروغۍ شته، چې نارینه ډاکتر ته د یوې ښځې په توګه ستونزه ویل سخت وي.

هغې زیاته کړه: "موږ ښځينه ډاکټر ته خوشحاله يو، موږ نارينه ډاکټر ته خپل مشکل څنګه ووايو؟ نارينه ډاکټر ته خپل مشکل ويل د پزې پرې کېدل راته ښکاري."

د دغه ولایت د اوسېدونکو په خبره، چې په لېرو پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو کمښت د دې لامل شوی، چې ډېری ښځینه ناروغانې مرکزي روغتونونو ته تر رسېدو وړاندي ژوند له لاسه ورکړي.

بل لوري بيا د اروزګان په مرکزي روغتون کې يوه داکټر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، چې په ټول ولایت کې د ډاکتر نګار په نوم يوه ايم ډي يا د عمومي ناروغيو معالجه ښځينه ډاکټره لري، چې د ټولو ناروغانو کتل ورته سخت دي.

د دې ولايت د طالبانو د روغتيا مسوول ډاکټر محمد الله روحاني بيا وايي، چې اته ایم ډي یا معالجې ډاکټرانې لري؛ خو د ولایت د نفوس په پرتله دا بسنه نه کوي.

د هغه په خبره، چې د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي خدمتونو د کمبود ستونزه یې له مرکز سره شریکه کړې او تمه لري، چې ډېر ژر به ستونزې حل شي.

د دې ولايت د لېرو پرتو سېمو اوسېدونکي زيات مهال خپل ناروغان مرکز ترینکوټ يا کندهار ښار ته وړي، چې د لارې په اوږدو کې د سختو ستونزه سره مخ او ان زیات مهال ناروغ د لارې په اوږده کې مړ کیږي.

د روان عيسوي کال د نومبر پر ۲۴ د طالبانو د عامې روغتيا وزير قلندر عباد هم په دې ولایت کې د روغتيايي خدمتونو او ښځينه ډاکترانو د کمښت ستونزه منلې وه او ژمنه يې کړې وه، چې دغه ستونزه به حلوي.

په افغانستان کې بې سرحده ډاکټرانو هم نن سې شنبه په يوه بيان کې ويلي، چې د روغتياپالانو کمی د دې لامل شوی، چې خلګ د روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې شي.

په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي، د افغانستان په ګڼو لېرې پرتو ولایاتو کې د ښځینه ډاکترانو ستونزه موجود ده.

نور خبرونه

رادیو