امریکا ۱۳ چینايي شرکتونه په ناتایید شوي لېست کې شامل کړل

د دولتي خبرتیا له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، متحده ایالاتو په چین کې ۱۳ شرکتونه هغه مهال په ناتایید شوي لېست کې شامل کړل، چې د متحده ایالاتو چارواکو ته یې د تفتیش اجازه نه ده ورکړې.

د بایدن د ادارې د پالیسۍ له مخې؛ که چېرې په ناتایید شوي لېست شرکتونو کې د متحده ایالاتو د چارواکو د تفتیش مخه ونیسي؛ نو واشنګټن به یې وروسته له ۶۰ ورځو یو بل محدود شوي لېست ته د اضافه کولو پروسه پیل کړي.

رویټرز ویلي، چې د جیانګسو د پي ان سي سیسټمونو شرکت، بیجینګ شنګبو اېکس ټونګو ټیکنالوژۍ شرکت، ګونګژو اېکس نوي ټرانسپورټ شرکت او پلیکسس اېکسمین شرکت په نوي اضافې کې شامل دي.