یونېسېف: په افغانستان کې نېږدې څلور میلیونه ماشومان او مېرمنې له خوارځواکۍ سره مخ دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۷

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسېف) وايي؛ شاوخوا ۲،۸ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او ۱،۱ میلیونه امېدواره او شیدې ورکونکې مېرمنې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان وايي؛ وچکالي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې ډېری ښځې او ماشومان اغېزمن شي.

یونېسېف د یوه پیغام په خپرولو سره د جاپان له خوا د لمریزې انرژۍ په مرسته د اوبو رسولو د ۲۱ سیسټمونو د جوړولو او بیارغونې، د خوارځواکۍ د درملنې او د ماشومانو د ساتنې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د څلور میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق همدا راز زیاتوي، چې په دې هېواد کې ۱۲ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌ لري او ترڅنګ یې د اوږد مهالې وچکالۍ له امله د اوبو ۴۲ سلنه سرچینې هم وچې شوي دي.

دا په داسې حال ده، چې ملګرو ملتونو د ډسمبر په ۴مه ویلي وو، چې افغانستان د تېرو دېرشو کلونو په ترڅ کې د درېیم کال لپاره له بې سارې وچکالۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو پر بنسټ؛ د افغانستان له نیمایي څخه زیات ولایتونه د وچکالۍ له ناورين سره مخ دي چې له پنځوس سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد اقتصاد خورا اغېزمن شوی او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله ښځې او ماشومان ډېر زیانمن شوي او د ماشومانو، شېدو ورکونکو او امېدوارو مېرمنو ترمنځ د خوارځواکۍ شمېرې هم ډېرې شوې دي.

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام هم خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره بشري مرستې دوام ونه کړي، ښځې او ماشومان به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.

نور خبرونه

رادیو