ژولیا پارسي د طالبانو له بند خوشې شوه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۷

د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي چې درې میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوې وه، نن دوشنبې د (لیندۍ ۲۷مه) د طالبانو له بند خوشې شوه.

د ژولیا پارسي کورنۍ هم له افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې د نوموړې د خوشې کیدو خبر تایید کړ.

طالبانو د تلې په ۵مه نوموړې په کابل کې نیولې وه او د نیولو علت یې هم د دغې ډلې د سخت دریځیو پروړاندې د ژولیا پارسي او یو شمیر نورو ښځینه فعالانو د غږ پورته کول بلل کیده.

نوموړې په داسې حال کې د طالبانو له بند خوشې کیږي چې څو ورځې مخکې یوه بله معترضه میرمن ندا پرواني هم له خپل زوی او خاوند سره یې د طالبانو له بند خوشي شول.

تراوسه د ژولیا پارسي د روغتیایي وضعیت په اړه کره معلومات نشته، خو نوموړې څو موده مخکې د نامعلوم علت له امله له بندخونې څخه روغتون ته لیږدول شوې وه.

یو شمیر میرمنو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي و چې ژولیا پارسي "د طالبانو د وحشیانه شکنجو له امله د ناوړه فزیکي او رواني حالت سره روغتون ته وړل شوې."

د مېرمن پارسي کورنۍ ته د يوې نږدې سرچينې په ګډون باخبرو سرچينو هم روغتون ته د هغې لېږد تاييد کړى، خو طالبانو د مېرمن پارسي د لېږد د لامل، د ناروغۍ د څرنګوالي او يا هم د دې مېرمنې د جسمي حالت په اړه څه و نه ويل.

نور خبرونه

رادیو