اسراییل: درې یرغمل شوي په تېروتنه کې د پوځ لهخوا وژل شوي دي
د اسراییلي پوځ ویاند اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ځواکونو د غزې په شمال کې پر دغو کسانو د هغه څه ګومان کړی و، چې ګواښ یې بللی دی. دانیل هاگاري وویل، د دوی سرتېرو د دغې تېروتنې وروسته پر دغو یرغمل شویو کسانو ډزې کړي او هغوی یې وژلي دي.
دغه ویاند زیاته کړه، چې د اسراییل پوځ پرته له ځنډه په دې برخه کې پلټنې پیل کړې دي.
اسراییل د وژل شویو کسانو نومونه «یوتام حییم»، «سامر طلالقه» او «الون لولو شمرېز» ښودلي دي.
د راپورونو له مخې، دمګړۍ په غزه کې ۱۳۸ تنه یرغمل شوي دي.
د اسراییل او حماس تر منځ د یوې اونۍ لپاره د شوي اوربند پر مهال، ۱۰۵ تنه یرغمل شوي کسان خوشې شوي وو.