د ایران په راسک ښار کې د پولیسو په مرکز برید؛ لږ تر لږه یوولس کسان وژل شوي دي

د ایران په راسک ښار کې نن سهار هغه مهال د پولیسو پر مرکز برید وشو، چې څو تنو وسله‌والو هڅه وکړه پر ودانۍ برید وکړي. په دغه بريد کې د پولیسو په ګډون وسله‌والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې د ایران مخالفې وسله‌والې ډلې «جیش العدل» د برید پړه منلې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې د سهار په ۲ بجو د پولیسو پر ودانۍ ځانمرګی برید کړی دی.

د ایراني چارواکو د مالوماتو پر بنسټ، په دغه برید کې تراوسه یوولس کسان وژل شوي او په وینا یې، دا مهال وضعیت کابو شوی دی.