طالبانو له څلور میاشتو بند وروسته ندا پرواني خوشې کړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۳

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د نیول شویو معترضو مېرمنو له ډلې د ندا پرواني، د هغې د زوی او خاوند د خوشې کولو خبر ورکړی.

په ټولنیزو شبکو کې د مېرمنو د چارو فعالانو هدا خموش او پراوانه ابراهیم خېل هم د نوموړې د خوشې کولو خبره تایید کړې ده.

یادې سرچینې د نوموړې د صحي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې وروسته له خوشې کېدو نوموړې روغتون ته انتقال شوې ده.

طالبانو دغه لاريون کوونکې مېرمن او کورنۍ يې د سنبلې په ٢٨مه د کابل په خيرخانې سيمه کې له خپل کور څخه نيولې ده.

دغه لاریون کوونکې مېرمن په افغانستان کې له هغو مېرمنو څخه ده، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو له پلي کېدو وروسته رامنځته شوې ده.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د طالبانو د پرلپسې حکمونو له مخې؛ نجونې په بشپړ ډول له زده کړو منع دي او ښځې له کار کولو او عامه ځایونو لکه؛ پارکونو، لوبغالو او سپورتي کلبونو کې له ګډون څخه منع شوي دي.

د ښځو احتجاجي غورځنګ په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د ټولنې له عامه برخو د ښځو د ایستلو او د کور په څلورو دیوالونو کې د بندولو پر ضد لاریونونه کړي دي.

له بلې خوا په دې موده کې طالبانو په وار- وار د اعتراض کوونکو ښځو د راټولېدو مخه نیولې او د ښځو فعالان یې نیولي او وهلي یې دي.

نور خبرونه

رادیو