یوناما: ۷۶ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه روحي او رواني وضعیت سره مخ دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۲

یوناما د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د افغان میرمنو رواني وضعیت کمزوری شوی او ۷۶ سلنه میرمنو ویلي چې رواني روغتیا یې "ډېر بده" یا "بده" دی.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د راپور له مخې؛ رواني اختلالات لکه خپګان او بې خوبي د افغان ښځو او نجونو لپاره د فزيکي ستونزو لکه؛ ستړيا، د اشتها کمېدل او د سر درد لامل کېږي او دغه مېرمنې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د دوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید پر طالبانو فشار راوړل شي.

د دغه راپور پر بنسټ؛ افغانو ښځو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو د وضعیت د ښه والي او د دوی او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو د زمینې برابرولو په برخه کې مرسته وکړي او ډېرو ښځو دغه غوښتنه په پرېکړو کې د ګډون یوازینۍ لار بللې ده.

دغه مېرمنې د ښځو د اقتصادي پیاوتیا په ځانګړې توګه بیوزلي او رواني وضعیت ته د نړۍوالو ملاتړو ادارو د رسېدو غوښتونکي دي.

ددې راپور له مخې؛ د نجونو د زده کړو مخنیوی د دې لامل شوی، چې نجونې په کم عمر کې واده وکړي، ماشومان کار وکړي او کورنی تاوتریخوالي رامنځته شي.

افغانه خبریاله زینب سپهر چې اوسمهال د هېواد له بیلابیلو برخو راپورونه برابروي او یو شمېر رسنیو ته یې ورکوي وایي، چې خپل کار ته د شوق له امله ډېری وخت له رسنیو سره په وړیا توګه همکاري کوي.

اغلې سپهر وایي؛ وروستی کاري سفر یې څه موده وړاندې د هرات ولایت زلزله ځپلو سیمو ته و.

د نوموړې په وینا؛ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د طالبانو بندیزونو ورباندې منفي اغېزې کړې دي او تر سختو رواني ستونزو لاندې ده؛ ځکه په کاري ساحه کې له خبریالانو سره د دغې ډلې چلند د دې لامل شوی، چې تر دې وروسته د رسنیو کارونه پرېږدي او له هېواد څخه د وتلو په اړه فکر وکړي.

ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وایي:" مېرمنې په افغانستان دننه او بهر کې د ګڼو ستونزو له امله تر سخت ذهني فشار لاندې دي، چې دغه ذهني فشارونه د دوی د ژور خفګان لامل کیږي."

نوموړي د دغو فشارونو د کمولو په اړه پر ځینو حل لارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان مېرمنو په ځانګړي توګه هغو کسانو چې خپلې دندې له لاسه ورکړي، د ستونزو لومړنۍ حل لارې یې د اروايي خدماتو وړاندې کول، د سټرس مدیریت، د ډله ییزو جلسو جوړېدل، د شبکو له خوا د خبریالانو د مالي برخې په ګډون په ځینو کاري برخو کې ملاتړ او هڅول دي.

د یادولو وړ ده، چې یوناما د دغه راپور موندنې په داسې حال کې په ډاګه کړې، چې د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اجباري او کم عمره نجونو ودونه او همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان وژنو په شمېر کې په بې ساري توګه زیاتوالی راغلی دی.

نور خبرونه

رادیو