اصف زرداري: عمران خان په ټاکنو کې افغانانو ته برخه ورکړې وه
د پاکستان د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري د دوشنبې په ورځ پر عمران خان سختې نيوکې وکړې او ويې ويل، چې پخوانی لومړی وزير د افغانانو ملاتړ کوي؛ ځکه چې هغه ګڼ افغانان یې د رايه ورکوونکو په لېست کې شامل کړي دي.
ښاغلي زرداري د خپلې یوې مرکې پر مهال تور پورې کړ، چې افغانان په تېرو وختونو کې په خیبر پښتونخوا کې د رای ورکوونکو په توګه ثبت شوي وو چې پي ټي ای ته اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه ویلي:« عمران خان د افغانانو ملاتړ کوي، ځکه چې هغه د رای ورکوونکو جعلي لیستونه جوړ کړي وو او پکې افغانان د پاکستان اتباع اعلان شوي وو.»
پر عمران خان تر دې وړاندې نور تورونه هم لګېدلي، چې اوس هم د دغو تورونو له امله په زندان کې دی؛ خو هغه ټول دغه تورونه رد کړي دي.
تر دې وړاندې پاکستان په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي و، چې په هیڅ یوه سیاسي او ټاکنیز فعالیت کې ګډون ونه کړي.