له سفر منع شوي روسان باید پنځو ورځو کې خپل پاسپورتونه چارواکو ته وسپاري
د روسیې د حکومت د فرمان له مخې چې د دوشنبې په ورځ نافذ شو، هغه روسان چې بهر ته له سفر کولو منع شوي دي باید له خبرتیا وروسته په پنځو ورځو کې خپل پاسپورټونه چارواکو ته وسپاري.
د روسیې د قانون له مخې، چارواکي کولی شي په سرتېرو، د فدرالي امنیت خدماتو پر کارمنانو، مجرمینو او یا پر هغو کسانو چې دولتي رازونه ورسره دي یا هم مهمو ځانګړو معلوماتو ته لاس رسی لري بهر ته له سفر منع کړي.
اړوند پاسپورتونه به د صادروونکو ادارو، لکه د کورنیو یا د بهرنیو چارو وزارت کې ساتل کیږي.
د حکومت د فرمان مطابق، وروسته د سفر د بندیز له لرې کیدلو، پاسپورت د غوښتنلیک د بشپړولو سره بیرته راستانه کیدی شي.
د مارچ په میاشت کې فایننشل ټایمز دې موضوع ته د نږدې سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، راپور ورکړی چې د روسیې امنیتي خدماتو د بهرنیو سفرونو د مخنیوي لپاره د لوړ پوړو چارواکو او د دولتي شرکتونو د چارواکو پاسپورتونه ضبط کړي دي.