پاکستانۍ سرچینې: د پاکستان حکومت د سراج الدین حقاني "پاکستانی پاسپورټ" باطل کړ

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۶

پاکستانۍ سرچینې وايي د پاکستان حکومت د طالبانو کورنیو چارو د وزیر "پاکستانی پاسپورټ" لغوه کړی دی.

حقاني دغه پاسپورت له امریکا سره د خبرو اترو لپاره دوحې ته د سفر لپاره کارولی و.

خو حقاني ته يوه نږدې سرچينه وايي، چې نوموړي هېڅکله پاکستانی پاسپورټ نه درلود او هېڅ هېواد ته يې سفر نه دى کړى.

د پاکستان دوو نامتو خبریالانو اعزاز سعید او عمر چیمه د چهارشنبې په ورځ «د لیندۍ ۱۵مه» په خپل یوټیوب چینل کې په یوه پروګرام کې وویل چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له ښاغلي حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستانی پاسپورت لغوه کړی دی.

دغه خبریالان وايي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو پر مهال د لومړي ځل لپاره د ښاغلي حقاني پاکستانی پاسپورټ کارول شوی و.

تر اوسه پورې قطر ته د سراج الدین حقاني د سفر په اړه هیڅ کوم راپور نه دی خپور شوی.

نوموړی تل د یوې مرموزې څېرې په توګه پیژندل شوی، چې امریکا یې د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.

سراج الدین حقاني ته یوې نږدې سرچینې د پاکستاني خبریالانو دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه د بندیزونو له امله نورو هېوادونو ته سفر نه شو کولای.

دغې سرچينې ويلي، چې امريکا ته د هغه د نيول کېدو او سپارلو امکان و، نو ځکه يې پاکستاني پاسپورټ ته اړتيا نه درلوده.

دوی زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته څلورو هېوادونو د کورنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه چې دغو هېوادونو ته سفر وکړي، خو حقاني د بندیزونو له امله دغه بلنې نه دي منلي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پر مهال د طالبانو د پلاوي مشر عبدالغني برادر په ۱۳۹۷ کال کې له امریکايي استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی و.

په هغه وخت کې دا روښانه نه وه چې هغه او مل پلاوي یې د کوم هیواد په پاسپورټ دوحې ته تللي وو.

نامتو پاکستاني خبریال عمر چیمه ویلي، حکومتي څېړنې ښيي چې سراج الدین حقاني ته پاسپورټ له پېښوره صادر شوی و.

هغه ادعا وکړه: «هغه کارکوونکي چې دا پاسپورټ یې صادر کړی، ویلي چې سراج الدین حقاني ته یې د پوځ د یوه جنرال په ټیلیفوني امر پاسپورت ورکړی دی.»

دغو څېړنيزو خبريالانو ويلي، چې د رسمي شمېرو له مخې څه باندې ٣٠ زره افغانانو پاکستاني پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

د دوی په وینا د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې یو شمېر دغه پاسپورټونه هم باطل کړي دي.

نور خبرونه

رادیو