ټیلور سوییفټ د ټایمز مجلې د ۲۰۲۳ کال غوره شخصیت وټاکل شوه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۵

د امریکا د پاپ موسیقۍ ستورې ټیلور سوییفټ چې د خپل نړۍوال هنري سفر په لړ کې د نړۍ د موسیقۍ د ډېرو مخاطب لرونکې سندرغاړې شوه، د چهارشنبې په ورځ د ټایمز مجلې له خوا د ۲۰۲۳ کال د غوره شخصیت په توګه وټاکل شوه.

ولادیمیر پوتین او شي جینپینګ د ټایم د کال د غوره شخصیت په ټاکلو کې د سوییفټ سیالان وو.

۳۳ کلنه امریکایي سندرغاړې د "اروس" نړۍوال سفر په لاره اچولو سره د موسیقۍ په نړۍ کې نوي ریکارډونه پرېښودل.

د بیلبورډ د راپور له مخې؛ د اغلې سوییفټ "اروس سفر" چې په ۲۰۲۴ کې به د اسیا ، اسټرالیا ، اروپا او امریکا په کې دوام وکړي ، د نړۍ په تاریخ کې به ترټولو لوړ عاید لرونکی سفر شي.

راپور زیاتوي چې دغه سفر په ۲۰۲۳ کې شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي. تر دې دمه د هر کنسرټ عاید شاوخوا ۱۴ میلیون ډالره دی.

د امریکایي سفر غوښتنه د دې لامل شوې چې په ټور بازار کې د هر ټکټ بیه شاوخوا ۲۸ زره دالرو ته لوړه شي، کوم چې د انلاین ټکټونو پلورلو څرنګوالي په اړه د فیډرالي تحقیقاتو او قضایي شکایتونو لامل شوی.

دا اونۍ فوربس مجلې ټیلور سوییفټ د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون در لایناو د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس په څېر د ځواکمنو سیاستوالو وروسته د نړۍ پنځمه پیاوړې ښځه نومولې.

فوربس مجلې راپور ورکړی، چې د اکټوبر په میاشت کې د سوییفټ نړۍ وال سفر هغه میلیاردره کړه.

ټایمز مجلې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د ۲۰۲۲ کال د غوره شخصیت په توګه ټاکلی.

ایلان ماسک، د ټسلا اجراییوي رییس او د اېکس مالک، د چاپیریال ساتنې فعاله ګرتا تونبرګ، د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې مخکې د ټایمز مجلې د کال غوره شخصیت نومول شوي وو.

نور خبرونه

رادیو