د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنر: په غزه کې د بې رحمانه بشري جنایتونو ګواښ زیات شوی
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ کمېشنر ولکر ترک ویلي، چې په په غزې کې د لا سترو او بې رحمانه بشري جنایتونو د رامنځته کېدا ګواښ شته. نوموړي له اسراییل او حماس وغوښتل چې د دا ډول بشري جنایتونو او سرغړونو څخه دې ډډه وکړي.
ښاغلي ترک نن چهارشنبه په جینوا کې یو شمېر خبریالانو ته ویلي، چې د دوی همکاران په سیمه کې وضعیت له نېږدې څاري او د دوی د راپورونو له مخې په غزه کې ناوریني حالت په ګوته شوی دی.
ښاغلي ترک یو ځل بیا په بېړني اوربند ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پر اسراییل نفوذ لرونکي هېوادونه دې لاس په کار شي.
د نوموړي په خبره، ټول ښکېل اړخونه، هېوادونه او نړۍوالې ټولنې ته په کار ده، چې د راتلونکو جدي بشري جنایاتو مخه ونیسي او هر څومره ژر چې کېدی شي موثره مداخله دې وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دا کمېشنر زیاتوي، چې د غزې له ۲،۲ میلیونه وګړو څخه یې نېږدې ۱،۹ میلیونه بې ځایه شوي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاو هم بې برخې دي.
نوموړي په غزه کې د بشري مرستو د اړتیا خبره هم کړې او زیاته کړې یې ده، چې په سیمه کې د ناروغیو د ډېرښت او د خوړو د کمښت اندېښنې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
تېره ورځ وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی و؛ د اسراییل پوځ په پام کې لري، چې په غزه کې د حماس د تونلونو شبکې ته د پمپونو له لارې سمندري اوبه ور خوشې کړي.
د دوی موخه د تونلونو څخه د حماس د غړو رايستل، د تونلونو له منځه وړل او د یرغمل شويو کسانو د ځای پېژندل دي.
د دې امريکایي ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د اسرایيل پوځ د نومبر مياشتې په نيمايي کې د الشطي کډوالو کمپ شمال ته په يو کيلومترۍ کې د اوبو پنځه پمپ کولو وسایل ځای پر ځای کړي.
د دې وسیلو د ځای پر ځای کولو سره د اسرایيل پوځ کولی شي په هر ساعت کې زرګونه متر مکعب اوبه پمپ کړي او په څو اونیو کې تونلونه له اوبو ډک کړي.