بایډن: د حماس غړو د اسراییل د برید پر مهال پر ښځو جنسي تېری کړی

د بریدونو څخه ژوندي پاتي شوي عیني شاهدانو په حواله، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې حماس د اکتوبر په اومه د سویلي اسراییل د برید پرمهال په مکرر ډول پر ښځو جنسي تیری کړی او د دوی جسدونه یې ټوټې ټوټې کړي دي.

بایډن د سې شنبې په ورځ ( د لیندۍ په ۱۴مه) په بوسټن کې سیاسي تمویل کوونکو ته په وینا کې وویل: «د حماس د ترهګرې ډلې لخوا پر ښځو په مکرر ډول جنسي تېری کول، د دوی د جسدونو ټوټې ټوټې کول حتی کله چې ژوندې وې، د ښځو جسدونو ته بې حرمتي کول، د ښځو او نجونو تر اخري حده ځورول او وروسته یې وژل دا ډېره وېروونکې ده.»
جو بایډن په نړۍوالو سازمانونو، مدني ټولنو او اشخاصو غږ وکړ چې جنسي تاوتریخوالی دې «بې له استثنا» وغندي.
د رویټرز په حواله، اسراییلي پولیس د هغو څو سوو کسانو د احتمالي جنسي جرمونو په اړه پلټنې کوي چې د اکتوبر د اومې له حملې وروسته یې نیولي دي. د اسراییل د عدلیې وزارت ویلي چې «قربانیان فزیکي ځورول شوي، جنسي تیری پرې شوي، ژوندي سوځول شوي او ټوټې ټوټې شوي دي.»
حماس د اکتوبر په اومه یا له هغې وروسته د خپلې وسله والې ډلې د غړو له خوا د جنسي تیري او د جسدونو د ټوټې ټوټې کولو تورونه په کلکه رد کړي.
اسراییل د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې یوه غونډه جوړه کړه چې د اکتوبر د اومې د حملې په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تیري په اړه تمرکز کوي. اسراییل د دې بریدونو په اړه د نړۍوال سازمان په غبرګون انتقاد کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن غونډې ته په یوې ثبت شوې ویډیو کې وویل: "د یوې نړۍوالې ټولنې په توګه موږ باید د وسلې له لارې جنسي تاوتریخوالي ته ځواب ووایو، هر چیرته چې پیښیږي باید په کلکه یې وغندو. په دې اړه هیڅ توجیه او عذر نه شي کیدای. د جنسي تیري څخه د جګړې د وسلې په توګه کار اخیستل د بشریت ضد جرم دی.»
د سه شنبې په ورځ، بایډن د تېرې اونۍ د اوربند د سقوط لپاره حماس تورن کړ چې د غزې په وړاندې یې د اسراییل د غچ اخیستونکي پوځي کمپاین مخه نیولې وه، ویې ویل د«وسله والې ډلې د پاتې ځوانو مېرمنو له خوشې کولو څخه انکار هغه څه و چې دا تړون یې مات کړ.»
دغزې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییل په بریدونو کې ۱۶ زره او ۲۴۸ کسان وژل شوي دي.
د حماس وسله والو د اکټوبر له اومې نېټې د اسراییل یو زرو ۲۰۰ کسان وژلي او ۲۴۰ کسه یرغمل کړي دي. د اوربند په لړ کې یې تر سلو ډېر یرغمل خوشې کړي.
بایدن وویل: «موږ غلي نه پاتې کیږو. هر یرغمل شوی کس چې د حماس وسلوالې ډلې سره دی باید خپلې کورنې ته ژر تر ژره وسپارل شي.»