په چین کې د رسنیو پنځم نړۍوال کنفرانس"د رسنیو وده او نړۍوال باور" پیل شو

چينايي رسنیو خبر ورکړی، چې نن دوشنبه ( د لیندۍ ۱۳مه) د رسنیو نړۍوال پنځم کنفرانس د چین په ګوانګ ډونګ ایالت کې د نړۍوالو رسنیزو بنسټونو د استازو، فکري خونو غړو او خبریالانو په ګډون پیل شو.

د رسنیو پنځم نړۍوال کنفرانس چې نېږدې ۴۵۰ تنه ګډونوال لري، د ټولیزو رسنیو ۱۹۷ استازو په کې د رسنیو پر راتلونکې ودې او نړۍوال اعتبار لومړني بحثونه وکړل.

په دغه کنفرانس کې له افغانستان پرته د نړۍ له ۱۰۱ هېوادونو څخه یو شمېر برخوالو برخه اخیستې وه، چې د معلوماتو په خپراوي سربېره پکې د نړۍوال اعتبار په مواردو بحثونه وشي.