د طالبانو د سترې محکمې مشر: اسلامي هېوادونه د غزې د وضعیت په اړه چپه خوله پاتې دي
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د دې ډلې د سترې محکمې مشر او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په اسلامي هېوادونو نیوکه کړې، چې په غزه کې په روان وضعیت چوپه خوله پاتې دي.
نوموړي د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې له استازو سره په کتنه کې ويلي، چې په غزه کې د مسلمانانو اوسنی حالت ډېر خواشینوونکی دی او د غزې اوسېدونکي په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي.
حقاني د اسلامي هېوادونو پر مشرانو نیوکه کړې، چې نه یوازې د غزې د خلکو ملاتړ یې نه دی کړی؛ بلکې په دې اړه بیخي چوپ پاتې دي.
هغه زیاته کړې: “کفري نړۍ د غاصبو اسراییلو د وحشتونو ملاتړ کړی او هر ډول همکاري ورسره کوي”.
حقاني ټینګار کړی، چې په ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه پر عالمانو لازمه ده چې د نړۍ په هر ګوډ کې د “مظلومو” مسلمانانو لاس نیوی وکړي.
دا چې د غزې، فلسطین او یو شمېر نورو هېوادونو له خلکو سره طالبانو څه مرسته کړې او که نه په اړه نوموړي څه نه دي ویلي.