روسي رسنۍ: په ناقانونه توګه اروپایي ټولنې ته د ننوتلو په تور شپږ افغانان نیول شوي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۱

د روسیې د دولتي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو هغه شپږ افغانان نیولي، چې غوښتل یې د روسیې له لارې په ناقانونه توګه اروپايي ټولنې ته ننوځي.

د دغو نیول شویو افغانانو دوسیه د روسیې په امسک ښار کې یوې محکمې ته استول شوې ده.

د څېړنو له مخې، یاد کسان له ۱۹ تر ۳۱ کلونو پورې عمرونه لري او د قزاقستان له پولې او د روسیې له امسک ښار څخه تېر شوي وو.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) راپور ورکړ، چې دغه کسان له پولې څخه له تېرېدو وروسته د ف،س،ب (د روسیې د فدرالي امنیت سرویس) له‌خوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.

د روسیې د امسک محکمې د پرېکړې له مخې، دغه نیول شوي کسان د دغه ښار په یوه لنډ مهالي زندان کې ساتل کېږي.

تر اوسه د دغو افغانانو په اړه د امسک محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه څه نه دي ویل شوي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانانو په ګډون د منځنۍ اسیا ګڼ شمېر نورو کسانو هم هڅه کړې چې له روسیې څخه فنلنډ ته ننوځي.

فنلنډ روسیه تورنه کړې، چې له پولې کډوال لېږدوي او ویلي یې دي چې له روسیې سره به خپلې پولې وتړي چې د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

مسکو دغه تورونه رد کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پولې د تړل کېدو په اړه د فنلنډ پر پرېکړې خواشیني څرګنده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو