د پاکستان د هوا پېژندنې اداره: د هوا خرابوالی کېدای شي، چې د لویو لارو د بندېدو لامل شي
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د لاهور او د پنجاب په ډېرو برخو کې د هوا د یخ او وچې اټکل کړی دی. د سنوپټیک وضعیت له مخې، د پاکستان په ګڼو برخو کې د هوا د توپان اټکل شوی.
نن شپه او راتلونكو دوه ورځو كې لاهور او د صوبې په ګڼو سيمو كې د سړې هوا او وچ موسم امكان شته.
خو د جمعې په شپه په مري، گلیات او شاوخوا سیمو کې به شړکنده بارانونه واوري.
نارووال، سیالکوټ، اوکاړه، ساهیوال، ګوجرانواله، لاهور، فیصل اباد، ټوبه ټیک سنګ، جهنګ، خانیوال، ملتان، بهاولپور، خانپور، رحیم یار خان، ډېره غازي خان او شاوخوا سیمو کې د سهار په وختونو کې د خړې او د ورښت امکان شته.
په لاهور کې به د شنبې په ورځ لږ تر لږه تودوخه د ۱۱-۱۳ درجو او د یکشنبې په ورځ ۱۰-۱۲ درجو پورې پاتې شي.
بلخوا د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د صوبې په زياتره سيمو كې موسم يخ او وچ ښودل شوی.