د سند په حیدر اباد ښار کې ځايي پولیسو د پښتنو ملت پاله ګوندونو جرګې ته اجازه نه ده ورکړې

د پښتون ملت پاله سیاسي او مذهبي ګوندونه وایي، سره له دې چې هغوی د ځايي پولیس چارواکو سره د دغې جرګې خبره شریکه کړې وه؛ خو یو ناڅاپه پولیسو بندیز پرې ولګاوه او د هغې ودانۍ خاوند یې هم نیولی چې دوی هلته جرګه وربللې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سند صوبې مشر سلیم خان ترین رسنیو ته ویلي:« د سند صوبې په ټولو سیمو کې د پښتنو سره ناوړه چلند کېږي، موږ سیاسي ګوندونو چې دلته د پښتنو د ستونزو د هواري لپاره جرګه کوله پر هغې یې هم بندیز ولګاوه.»
په همدې حال کې، د حيدراباد د پولیسو مرستيال (ډپټي کميشنر) سيد خالد حيدر منلې، چې دوي له وړاندې د جرګې د رابللو اجازه ورکړې وه؛ خو وروسته بيا د امنيتي دلایلو له امله دغې جرګې ته اجازه ورنکړل شوه.

د دغې جرګې يو بل ګډونوال او د جماعت اسلامي د حيدراباد د برخې مشر ډاکټرسيف الرحمان هم رسنیو ته ویلي چې، په سند کې د پوليسو له‌خوا د پښتنو مزدورانو کاروباریانو او نورو کسبګرو سره زور زیاتی او ظلم روان دی، هغوی د پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو په نامه بیايي پیسې ورځینې اخلي او ځوروي یې.

په سند کې د پښتون ملتپاله سياسي او مذهبي ګوندونو مشران وايي، پوليس او ځایي انتظاميه پښتانه ځوروري او مجبوروي یې، چې خپل کاروبارونه ختم کړی او سند نه ووځي.

په سند کې د پوليسو له‌خوا د پښتنو په ځورولو او نورو ستونزو په اړه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عوامي نيشنل ګوند ،ملي جمهوري ګوند او پي ټي اېم په خبري غونډو او احتجاجي مظاهره کې د سند پر حکومت غږ کړی، چې په کراچۍ او د سند په نور برخو کې دې د افغان کډوالو او پاکستاني پښتنو ځورول بند کړي؛ خو دا لړۍ له څو کالو راهیسې جاري ده او هغه مهال یې نور هم زور واخیست چې د پاکستان لنډ مهاله ادارې د بې اسناده کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه.