د اسراييل لومړی وزير: ما قسم کړی، چې حماس به له منځه وړم
د اسراييل لومړی وزير بنيامين نتنياهو وايي، چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلېنکن سره يې په ليدنه کې وويل:« موږ د حماس د له منځه وړلو قسم کړی او هیڅ څه به زموږ مخه ونه نیسي.»
بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ له انټوني بلېنکن سره وکتل.
د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، بنیامین نتانیاهو په تل ابیب کې تر دغې کتنې وروسته وویل:« په غزه کې به جګړه تر هغې دوام ولري، چې اسراییل خپل ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړي، حماس ته ماتې ورکړي او دا تضمین کړي چې له غزې څخه به نور ګواښونه نه پېښیږي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په سهار پر اسراییل د حماس له برید وروسته، د درېیم ځل لپاره تل ابیب ته سفر وکړ.
نوموړي له بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې امریکا په کلکه د اسراییل ملاتړ کوي.
ښاغلي بلېنکن د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره په کتنه کې د غزې د جګړې په اړه هم خبرې وکړې او په ورته وخت کې یې د اوربند د دوام غوښتنه وکړه.
ښاغلي هرتزوګ هم په دې لیدنه کې له اسراییل سره د امریکا د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې تراوسه هم ۱۵۰ بندیان له حماس سره دي.
ښاغلی بلېنکن له تل ابیب وروسته رام الله ښار ته ولاړ او هلته یې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره وکتل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله اېکس پاڼه لیکلي:« ما د فلسطیني ادارې له مشر سره د غزې د جګړو او په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د امنیت او ازادۍ د ښه کولو لپاره د اقداماتو په اړه خبرې وکړې، ما د فلسطیني دولت د جوړولو په برخه کې د متحده ایالاتو پر ژمنو ټینګار وکړ.»