د خیبر پښتونخوا په ناله خوړ کې پر یوې پوستې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي

سیمه‌ییز پولیس وایي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر قبایلي ولسوالۍ په ناله خوړ کې نامعلومو وسله‌والو پر یوې پوستې هغه مهال ډزې وکړې، کله چې دوی ته د درېدو امر وشو.

د پولیسو په وینا، په دغې پېښه کې یو پولیس ووژل شو.

پولیس زیاتوي، چې په ځوابي ډزو کې یو تن بریدګر هم وژل شوی او دوه تنه یې په تېښته بریالي شوي دي.

پولیسو ویلي، چې د پېښې اړوند د لټون عملیات هم پیل شوي دي.