د اوکراین پر دونیتسک د روسیې توغنديز بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او لس نور ژوبل شوي دي
د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دونیتسک په پوکروسک ولسوالۍ کې د روسیې توغندیو بریدونو کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی، ۱۰ ملکي وګړي ټپیان شوي او څلور نور تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
روسیې په دغه برید کې له شپږو اېس- ۳۰۰ توغنديو کار اخیستی دی.
په همدې حال کې روسي هوايي ځواک د شهید نومي بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اوکراین په بېلابېلو سیمو بریدونه کړي دي.
د لومړنيو راپورونو له مخې؛ په راکټي بریدونو کې ټپیانو شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي.
برید کې د استوګنې یو بلاک، نهه کورونه، د پولیسو دفتر، یو شمېر موټرونه او تمځایونه زیانمن شوي دي.
څلور کسان لا هم د زیانمن شویو کورونو د خاورو او خځلو لاندې بند پاتې دي.
په دونیتسک کې لومړۍ کرښې ته څیرمه په ملکي سیمو په مکرر ډول د روسیې توپچي او توغندیو بریدونو کیږي چې ډیری وخت په دغو بریدونو کې ملکي خلکو مرګ ژوبله اوړي.