د غزې په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني وسله والو دوه جګپوړي قوماندانان وژل شوي دي

د اسراییل ټایمز خبرې ویب پاڼې راپور ورکړی، چې د فلسطیني وسله والو دوه جګپوړي قوماندانان د لویدیځې غاړې د جنین د کډوالو کمپ کې د اسراییلي امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د اسلامي جهاد قوماندانان محمد زبیدي او وسام حنون د چهارشنبې په ورځ په جنین کې وژل شوي دي.

د اسراییل د پوځ په وینا؛ زبیدي په روان کال کې په لویدیځه غاړه کې د دوو "ترهګرو" بریدونو په پلانولو او ترسره کولو کې لاس درلود.