د حماس یوه جګپوړي چارواکي ایلن ماسک ته بلنه ورکړه چې له غزې لېدنه وکړي

یوه ورځ وروسته له هغه چې امریکايي میلیارډر او د ټیسلا کمپنۍ څښتن ایلن ماسک په اسراییل کې د حماس د بریدونو له ځایه لیدنه وکړه، د حماس یوه جګپوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ هغه ته بلنه ورکړه چې د غزې تړانګې ته د اسراییلي پوځ د بمباریو له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ اندازه وګوري.

د حماس یوه جګپوړي مشر اسامه حمدان د سه شنبې په ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دی ایلن ماسک ته بلنه ورکوي چې د غزې تړانګې ته له نږدې ورشي او د غزې پر خلکو د «قتل او ویجاړۍ» روان حالت او هر څه په خپلو سترو وګوري.
ښاغلی حمدان وايي، اسراییل د غزې د جګړې په ۵۰ ورځو کې تر ۴۰ زره ټنه زیات چاودېدونکي توکي د غزې د خلکو پر کورونو غورځولي دي. هغه د امریکا له ولسمشر هم وغوښتل چې له اسراییل سره پر خپلو اړیکو له سره کتنه وکړي او د دغه هېواد له ملاتړه لاس واخلي.
د اېکس ټولنیزې رسنۍ اصلي څښتن د دو شنبې ورځ د (لیندۍ شپږمه) وروسته له هغه چې د یهودي ضد ټویټ د ملاتړ کولو له امله پرې نیوکه وشوه اسراییل ته سفر وکړ او د حماس د برید له ځایه يې لیدنه وکړه. نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د صهیونیستي ضد کړنو د مخنیوي له پاره به هر ډول اړین ګامونه پورته کړي.
له اوو اونیو جګړو وروسته اوس دواړو خواوو د بندیانو د تبادلې او د غزې خلکو ته د بشردوستانه مرستو د استولو له پاره پر یوه موقتي بشري اوربند هوکړه کړې ده.
تر اوسه پورې په دې جګړه کې ۱۲۰۰ اسراییلیان او له ۱۴زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. اسراییل ویلي، چې د موقت اوربند تر پای ته رسیدو وروسته به د حماس پر خلاف جګړې ته دوام ورکړي.