د طالبانو د مرکزي بانک مشر بحرین ته لاړ

طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د مرکزي بانک مشر د سې شنبې په ورځ (لیندۍ ۷ مه )د دې ډلې د پلاوي په مشرۍ بحرین ته لاړ. طالبانو ویلي، چې هدایت الله بدري به د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او تفتیش د څانګې په کلني کنفرانس او ​​د اسلامي پراختیايي بانک په غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو مرکزي بانک ویلي، چې د دې کنفرانس موخه د بانکدارۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو ټینګول، د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د غړو هېوادونو له لوري د نویو پرمختګونو شریکول او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له تجربو ګټه اخیستل دي.

په دې کنفرانس کې د غړو هېوادونو د مرکزي بانکونو پر استازو سربېره، د اسلامي مالي موسسو استازي او د اسلامي بانکونو د بورډ غړي هم ګډون لري.