سرچینې: د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیو واکسین کمپاین پر ډله وسله وال برید شوی
ځايي سرچينې وايي د پښتونخوا بنو ولسوالۍ بسیاخيلو توره بازار ته څېرمه نا څرګندو وسله والو د پولیو واکسین په هغې ډلې برید کړی چې په سیمه کې يې د پولیو ناروغۍ ضد واکسین د کمپاین په پلي کولو بوخته وه. په دغه پېښه کې د دې ډلې ساتوونکی پولیس ټپي شوی.
سیمه ییز چارواکي وایي ټپي شوی پولیس سملاسي روغتون ته لیږدول شوی خو د روغتیایي حالت په اړه یې له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.
ويل کیږي، وسله والو کسانو تر برید وروسته له سیمې پښې سپکې کړې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په پښتنو سیمو کې د پولیو واکسین پر ډله وسله وال برید کیږي، تر دې وړاندې هم د بښتونخوا په ټانګ، ډېره اسمعيل خان، لکي مروت، چهارسده، خیبر، باجوړ، متانو او پېښور کې وخت نا وخت وسله والو ډلو بریدونه پرې کړي و.
د شنوونکو په باور ټي ټي پي د پښتنو په ټولو سیمو کې د پاکستان حکومت له هغو پیل شویو فعالیتونو څخه چې په سیمه کې د رغاونې او مرستو په نوم روانې وي، پنځه سلنه مالیه غواړي او هغه مهال چې حکومت دغه ټاکلې مالیه ور نکړي بیا وسله والې ډلې بریدونه پرې کوي.