د اوربند په څلورمه ورځ اسراییل ۳۳ فلسطینیان ازاد کړل
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند په څلورمه ورځ ۳۳ نور فلسطینیان د اسراییل له زندانونو ازاد شول. د دغو ۳۳ بندیانو په خوشې کېدو سره د جمعې له ورځې راهیسې چې دواړو خواو د یرغمل شویو او بندیانو تبادله پیل کړې، ۱۵۰ فلسطینیان او ۵۱ اسراییلي یرغمل شوي ازاد شوي دي.
قطر چې د اوربند په خبرو کې منځګړیتوب کوي ویلي دي، چې اوربند به دوه ورځې نور هم وغځول شي؛ خو اسراییل تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې او نه یې هم رد کړې ده.
حماس ژمنه کړې، چې که اوربند دوه ورځې نور هم وغځول شي شل نور یرغمل شوي کسان به چې ښځې او ماشومان دي ازاد کړي.
اسراییل په ښکاره د اوربند د غځولو په اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ: "د نورو اسراییلي یرغمل شویو د ازادېدو په صورت کې د خوشې کېدو وړ بندیانو په لېست کې د ۵۰ ښځینه بندیانو شاملول تصویب کړي".
د هغو ۳۳ فلسطیني بندیانو په اړه چې خوشې شوي دي، تر اوسه بشپړ معلومات نه شته.
د اسراییل د زندانونو د خدماتو ادارې ویلي، چې دا کسان د لویدیځې غاړې د عوفر له زندان او په بیت المقدس کې د توقیف له مرکز څخه ازاد شوي؛ خو د دوی جنسیت او عمر یې نه دی په ډاګه کړی.
ځینې راپورونه وایی، چې ازاد شوي فلسطینیان د لویدیځې غاړې رام الله ته رسېدلي دي.