نیویارک ټایمز: څه باندې ۶۰ میلیونو ماشومانو هیڅ واکسین نه دی ترلاسه کړی
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، په پراخه کچه د هغو ناروغیو چې د ماشومانو د مړینې لامل کیږي، په ټوله نړۍ کې د خپریدو په حال کې ده. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ په پایله کې له 60 میلیونو څخه ډیر ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي دي.
نیویارک ټایمز د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په یوه راپور کې لیکلي چې، د روان کال تر نیمايي پورې په ۴۷ هېوادونو کې د شري ناروغۍ د جدي پېښې راپور ورکړل شوی دی.
اوس مهال نایجریا څه باندې ۱۷ زره شکمن قضیې او نږدې د ۶۰۰ ماشومانو له مړینې سره د شري تر ټولو لوی شمېر لري.
د افغانستان او زیمبابوې په ګډون یو شمیر نورو هیوادونو د پولیو ویروس راپور ورکړی.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې د شري ناروغۍ له امله د مړینې کچه د تېر کال په پرتله ۴۳ سلنه زیاته شوې او ښايي دا شمېره په ۲۰۲۳ کال کې دوه برابره شي.
د یونیسف ماشومانو د خوندینې برخې د مدیر مرستیال وايي چې «د کوویډ - ۱۹ وبا د خپریدو په ترڅ کې د واکسین پوښښ کمیدو موږ په مستقیم ډول ددغو ناروغیو او د ماشومانو د مړینې له ډیروالي سره مخ کړو.»
یونیسف ویلي، د واکسینو د پېرلو له پاره شاوخوا ۳۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، چې ماشومان د واکسینو ډوزونو ته لاسرسی پیدا کړي.
دغه سازمان له هېوادونو غوښتي چې ژر تر ژره دې د ټولو هغو ماشومانو له پاره چې عمرونه یې له یو څخه تر څلورو کلونو پورې دي، د واکسین کولو پروګرام پلی کړي.
د شمېرو پر بنسټ، تېر کال لږ تر لږه ٢٢ ميليونه ماشومانو د شري ناروغۍ د واکسين لومړنی ډوز له لاسه ورکړی او شاوخوا ١٣،٣ ميليونه ماشومانو دويم ډوز یې هم نه دى ترلاسه کړى.
د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي او د خوندي کولو له پاره باید، ۹۵ سلنه ماشومانو دواړه ډوزونه ترلاسه کړي.
ډیری ماشومانو چې د خپل واکسین فرصت له لاسه ورکړی دی اوس یې د واکسین لپاره عمر زیات شوی دی.
اټکل کیږي چې د کوویډ - ۱۹ وبا په پایله کې شاوخوا ۸۵ میلیونو نورو ماشومانو د واکسینونو بشپړ ډوز نه دی ترلاسه کړی.