د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ۴.۲ میلیونه بزګرانو ته د غنمو تخم او کرنیزې سرې وېشي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خپل «ژمني غنمو» کمپاین د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې تر ۴،۲ میلیونو زیاتو بزګرانو ته به د غنمو تخم او کرنیز کود (سرې) ووېشي.
دغه سازمان وايي، د دې کمپاین په ترڅ کې به بزګرانو ته د روزنې زمینه هم برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۵ مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې پر خپلې پاڼې د ژمي د غنمو د کمپاین اعلان وکړ.
دغې ادارې د خوړو د خوندیتوب او د کلیوالو د ژوند د ښه کولو په برخه کې د دې کمپاین پیلول یو ګټور ګام بللی دی.
په دې وروستیو کې امریکا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لارې له افغانستان سره ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د افغانستان نېږدې نیمايي نفوس هره ورځ د خوراکي توکو د نشتوالي او لوږې له خطر سره مخ دي.