په ۲۰۲۱ کال اروپايي ټولنه کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان د هوا د ککړتیا له امله مړه شوي دي

د اروپايي ټولنې د چاپېریال ساتنې ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۱ کال کې په دې ټولنه کې د هوا د ککړتیا له امله شاوخوا ۴۰۰ زره کسان مړه شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، ۲۵۳ زره کسان د ذراتو د لوړ غلظت، ۵۲ زره کسان د نایټروجن ډای اکسایډ د لوړې کچې او ۲۲ زره کسان د ازون ګازو له امله مړه شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د کوچنیو ذراتو (MP2.5) له امله د مړینې ترټولو لوی شمېر په پولنډ، اېټالیا او جرمني کې پېښ شوي، په داسې حال کې چې اغېزې یې د اروپا په شمالي هېوادونو کې لږې وې.

د رویټرز د راپور له مخې دغه سازمان ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د هوا د ککړتیا په اړه د نړۍوال روغتیایي سازمان له‌خوا وړاندیز شوې کچې څخه غلظت خورا لوړ پاتې دی.

د اروپا د چاپېریال ادارې په وینا، د نړۍوال روغتیایي سازمان د لارښوونې کچې ته د هوا د ککړتیا کمول به په دغې ټولنه کې د پام وړ د مړینې مخه ونیسي.