د کراچۍ په راشد منهاس سیمه کې د لګېدلي اور له امله تر دې دمه نهه تنه مړه شوي دي

د ژغورنې ‌‌‌‌‌‌ډلې وایي، چې د اور د کابو کولو هڅې روانې دي؛ خو تر دې مهاله د نهو تنو سوځېدلي جسدونه موندل شوي او نږدې پنځوس تنه ژغورل شوي دي.

یو شمېر ټپيان روغتونونو ته وړل شوي، چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو حالت یې نازک ښودل شوی دی. په دوی کې یو شمېر یې د سخت لوګي له امله اغېزمن شوي دي.
دغه اور د کراچۍ ښار د راشد منهاس روډ په شاپنګ سنټر کې لګېدلی، چې له شپږم پوړ څخه تر څلورم پوړه خپور شوی او له امله یې لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي.

د اور وژنې د ادارې د چارواکو په وینا، په دغې ودانۍ کې د زیاتو کسانو د اېسارېدو وېره هم شته چې د لوګي له امله یې د ژغورلو چارې ستونزمنې شوې دي.

چارواکي وايي، تر اوسه د اور لګېدنې لامل معلوم نه دی.