په غزه کې لنډمهاله اوربند وشو
د حماس او اسراییل ترمنځ د څلور ورځني اوربند د هوکړې د عملي کېدو وخت ورسېد او د قطر حکومت د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) د سهار اوه بجې د دې هوکړې د عملي کېدو نېټه اعلان کړې وه.
د دغې هوکړې پر بنسټ، تاکل شوې چې حماس یو شمېر یرغمل شوي اسراییلیان هم نن له بنده خوشې کړي.
حماس هم تایید کړې ده، چې دا اوربند به څلور ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د فلسطیني او اسراییلي ډلو هر ډول پوځي اقدام ودرول شي.
د حماس د القسام څانګې په خبرپاڼه کې لیکلي:« په دغو څلورو ورځو کې به د غزې د تړانګې په سویل کې د اسراییل د الوتکو الوتنې په بشپړه توګه بندې شي او د غزې په ښار او د غزې تړانګې په شمال کې به په ورځ کې د شپږو ساعتونو لپاره بندې وي.
القسام ویلي، چې د هر اسراییلي یرغمل د خلاصون په بدل کې به درې فلسطیني ښځې او ماشومان خوشې شي.
اخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید بن محمد انصاري ویلي چې، حماس به د جمعې په ورځ مازدیګر څلور بجې د یرغمل شویو لومړۍ ډله خوشې کړي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې د بندولو د هوکړې د عملي کېدو په درشل کې، د غزې پولې ته څېرمه د اسراییل په ښارونو کې د ګواښ زنګونه هم ووهل شول؛ خو تراوسه د دغو زنګونو د فعالېدو د لامل او له هغې وروسته د احتمالي پرمختګونو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
د یادولو ده چې اسراییلي چارواکو تر دې مخکې ویلي و، چې د دغه هېواد پوځ به په غزه کې د څلور ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته لږ تر لږه د دوو نورو مياشتو لپاره د حماس پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.