پاکستانۍ رسنۍ: بلوچستان کې ۳۵۰۰ ښوونځي د ښوونکو د کموالي له امله تړل شوي
پاکستانۍ رسنیو د بلوچستان د پوهنې لنډمهاله وزیر عبدالقادر بخش بلوڅ په حواله لیکلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې په صوبه کې څه باندې ۳۵۰۰ ښوونځي د ښوونکو د کمښت له کبله تړل شوي دي.
قادر بخش دا هم ويلي، چې په ښوونځيو کې د ماشومانو له شاملولو پرته په دغه ولايت کې د سواد د کچې لوړېدل ناشوني دي.
نوموړي ويلي، چې د تېرکال د سېلابونو له امله په دغه ولايت کې تر ٥٥٠٠ زيات ښوونځي ويجاړ شوي او دا مهال یوازې ٥٠ يې بیارغول شوي دي.
ښاغلي بخش ویلي:« نړۍوالو موسسو د ويجاړو شويو ښوونځيو د جوړولو لپاره د هر ډول مرستې ډاډ ورکړى دى.»
د رسمي شمېرو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ۰.۸ مېليونه ماشومان ښوونځي ته له تګه بې برخې دي او څه باندې ۱۹۶۴ ښوونځي ودانۍ نه لري.
رسمي شمېرې ښیي، چې ۱۱ زره ښوونځي برېښنا نه لري، ۱۰ زره یې اوبه نه لري او ۱۸۰۰ یې تشنابونه نه لري.
ښاغلي بخش ویلي:« د پوهنې رياست له ٨٠ سلنې ډېره بودجه د ښوونکو او نورو کارکوونکو پر معاشونو لګول کېږي.»