د قطر امیر په غزه کې د نویو پرمختګونو په اړه د امریکا له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې وکړې
د قطر د امیر دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د غزې په تړانګه کې د حالاتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. قطر د اسراییل او حماس ترمنځ د یرغمل شویو اسراییلي بندیانو د خلاصون په اړه منځګړیتوب کوي.
حماس په تېرو اوونیو کې د قطر په منځګړیتوب لږ تر لږه څلور اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کړل.
بلخوا، د حماس د ۲۳۹ تنو یرغمل شویو کورنیو د جمعې په ورځ د لړم په ۲۶ نیټه په پرله پسې توګه د څلورمې ورځې له پاره د اسراییل د پارلمان مخې ته لاریون وکړ.
د اسراییل د پوځ یوه ویاند ویلي چې، د غزې په شمال شفاء روغتون کې د تونلونو د ځای د معلومولو او د یرغمل شویو کسانو په اړه د معلوماتو د راټولولو لپاره د دغه هیواد پوځي عملیات دوام لري.