ټيټيپي په پېښور کې د پوځ په پرونيو عملیاتو کې د خپلو پنځو غړو د وژل کېدو پخلی کړی
تحریک طالبان پاکستان په یوه وینا پاڼه کې په پېښور کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو لهخوا د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې د خپلو پنځو غړو وژل کېدل تایید کړي دي.
تېره ورځ د پاکستان پوځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې امنیتي ځواکونو د پېښور په بډه بېره سیمه کې د ترهګرو پر وړاندې عملیات ترسره کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې په دغو عملیاتو کې یې د سميع الله شناي، سلمان احمد، عمران محمد او حضرت عمر خالد په گډون څلور وسلهوال وژلي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې وه، چې له وژل شويو څخه یې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي او په وینا یې، دغې ډلې په سيمه کې د ورانکارۍ او هدفي وژنو په ګډون په ګڼو نورو امنیتي ضد فعاليتونو کې فعاله ونډه درلوده؛ خو په دغې خبرپاڼه کې د ټيټيپي سره د دغو وسلهوالو د تړاو په اړه څه نه وو راغلي.