د اسیا پراختیايي بانک د پاکستان لپاره ۲۵۰ میلیون ډالره پور منظور کړ
د اسیا پراختیايي بانک د پاکستان د پنجاب او پښتونخوا سره د برېښنا په برخه کې ۲۵۰ میلیون ډالره پور منظور کړ. د دې بانک د خبرپاڼې له مخې، دغه پور به د پاکستان په دواړو صوبو کې د برېښنا د پراختیا او ښه والي په برخه کې ولګول شي.
دا پیسې چې د یوې پروژې له لارې مصرفېږي، د برېښنا ملي شبکې لېږد به ور سره پیاوړی شي او هم به ور سره د برېښنا شارټي یا پرې کېدل کم شي.
پاکستان د برېښنا او نورې انرژۍ له کمښت سره مخ دی چې له امله یې په دغه هېواد کې ډېرې کارخانې له کاره لوېدلې دي.