د بلوچستان په تربت سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې له بريد وروسته، درې پوليس يرغمل شوي

پولیس چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، وسله‌والو کسانو په تربت کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی او درې تنه یې یرغمل کړي دي. دوی وایي، وسله‌والو د پولیسو ځینې وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او په شاوخوا سیمو کې یې عملیات هم پیل کړي.
تر اوسه د یرغمل شویو پولیسو د خوشې کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
په تېر یوه کال کې د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې، چې ډېر ځله د دغو پېښو پړه بلوڅ بېلتون پاله ډلې په غاړه اخلي؛ خو پاکستاني چارواکي وايي چې په دغو پېښو کې هغه وسله‌والې ډلې ښکېلې دي چې په افغانستان کې پټنځایونه لري او دغه بریدونه له هماغه ځایه پلانیږي.

هغه ادعا چې د طالبانو له‌خوا تل رد شوې ده.