د چین ولسمشر په تېرو شپږو کلونو کې د لومړي ځل له پاره امریکا ته ورسېد
د چین ولسمشر له شپږو کالو وروسته په لومړي ځل امریکا ته تللی. ټاکل شوې چې شي جين پينګ به د روانې لړم مياشتې په ٢۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ له خپل امريکايي انډول جو بايډن سره وګوري.
نوموړی به په سانفرانسیسکو کې د اسیا اقتصادي همکاریو په سرمشریزه کې هم ګډون وکړي.
تمه ده چې امريکا ته د چين د ولسمشر د سفر مخالفين او پلويان به په سانفرانسيسکو کې د هغه له راتګ سره سم لاريونونه وکړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ وویل چې د چین له ولسمشر سره د خبرو اترو هدف يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي او پوځي اړیکو بیا پیلول دي.
واک ته د جو بایډن تر رسېدو وروسته به دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د دواړو مشرانو ترمنځ دویمه مخامخ لېدنه وي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې بایډن او شي به په غزه کې د اسراییل او حماس د جګړې او همدارنګه د روسي ځواکونو شاته تمبولو په هدف د اوکرایني ځواکونو د ملاتړ په اړه به د متحده ایالاتو د هڅو په اړه خبرې وکړي.