ځايي سرچينې: طالبانو په هرات کې د نجونو پر مخ ښوونیز مرکزونه تړلي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۳

په هرات کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړه، چې طالبانو د نجونو یو شمېر زده کړه ییزو مرکزونو ته ورغلي او ټولې ښځینه زده کوونکې یې ټولګیو ته له تللو منع کړي دي.

د يادو مرکزونو مسوولینو وويل، چې وسله والو طالبانو په ټولګيو کې د نجونو عکسونه اخيستي او له هغوى يې غوښتي، چې د زده کړې مرکزونه ترک کړي.

د دوی په ​​وينا؛ وسله والو طالبانو د لړم په ٢٣مه د سې شنبې په ورځ نیوکه وکړ، چې نجونې د اړتيا وړ حجاب نه مراعتوي او په ټولګيو کې يې نارينه ښوونکي درس ورکوي.

سیمه ییزو مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې د طالبانو د پوهنې ریاست د "تاف ګیت"، "مصلح"، "مسلم"، "نانونت"، "عطایي"، "ابن سینا" او "نسا" ښوونیز مرکزونه تړلي دي.

په دغو ښوونیز مرکزونو کې ځینو نجونو په انګلیسي، الماني او کمپیوټر کې زده کړې کولې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په هرات کې د نجونو د يو شمېر نورو ښوونيزو مرکزونو دروازې هم د طالبانو د وېرې له امله تړل شوې دي.


​یوې ښځینه زده کوونکې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې درې ورځې وړاندې په هرات کې طالبانو د نجونو د ښوونځیو د دروازې د تړلو اقدام کړی و.

دغې زده کوونکې زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د ښوونځي په دروازه کې د ښوونیزو مرکزونو ټولګيو ته د تګ مخه نيولې ده.

د دغو ښوونیزو مرکزونو يو ښوونکي وويل، چې څو ورځې وړاندې طالبانو له دوى څخه د ښوونیز مرکز د تړلو غوښتنه کړې وه.

هغه زياته کړه، چې د دغه ښوونیز مرکز مسوولينو نجونو ته خبر ورکړى، چې تر څو ورځو پورې دې ټولګیو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

طالب سرچینو تر اوسه د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو د پوهنې په ریاست کې ځینو سرچینو ویلي چې دغه تړل موقتي دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو د دروازو د تړلو ترڅنګ، پر پوهنتون او د مېرمنو پر کار بندیز لګولی.

په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې په کابل کې طالبانو ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز لګولی دی.

طالبانو پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي. د طالبانو د محدودیتونو له مخې ښځې په نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه نه لري. دغې ډلې د ښځو پر ورزش او تفریح ​​هم بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو