‏د لاهور ستره محکمه: ښوونیز مرکزونه به په اونۍ کې دوه ځلې تړلي وي

د لاهور سترې محکمې په پنجاب کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره په اونۍ کې دوه ځلې د ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو په ګډون د ښوونیزو ادارو د بندولو امر کړی دی.

د لاهور سترې محکمې د پنجاب چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د هوا ککړتیا مسلې د هوارولو لپاره په اونۍ کې دوه ځلې د ښوونځيو، کالجونو او پوهنتونونو په ګډون ټول دولتي او شخصي ښوونیزې ادارې بندې کړي.

سربېره پر دې، سترې محکمې د دفترونو کارکوونکو ته هم د کور څخه د کار کولو امر کړی دی.

دا حکم د لاهور سترې محکمې له‌خوا د هغه وړاندیزونو وروسته صادر شوی، چې له مخې یې د هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره د کوټلو ګامونو غوښتنه شوې وه.

د لاهور سترې محکمې د لاهور ډويژن، شيخوپوره، خانيوال، جهنګ او بهاولنگر په ګډون د ککړې هوا څخه اغېزمنو سيمو کې د دوه ورځو لپاره د دولتي او خصوصي دفترونو بندولو امر هم کړی دی.