فرانس پرېس: اسراییل په سوېلي لبنان کې د خبریالانو یوه ډله 'په نښه کړه'

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې د ژورنالیستانو یوه ډله د لبنان په سوېل کې د یوه سرحدي کلي څخه د نښتو خبري پوښښ پرمهال د «اسراییل د بمبارۍ نښه وګرځېده». الجزیرې هم ویلي چې د دې شبکې یو انځور اخیستونکی د دوشنبې په ورځ په بمبارۍ کې برسېرن ټپي شوی دی.

د دغه راپور له مخې د لبنان او اسرایيل تر منځ په پوله د يارون په ښار کې د بیلابیلو رسنیو څه د پاسه دوولسو خبريالانو د راغونډېدو ځای بمبار شو.
فرانس پرېس خبري آژانس لیکلي چې یوه ځايي ښاروال او د لبنان دولتي ټلویزیون پر خبریالانو د دغه برید پخلی کړی دی.
اسراییلي پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
د یارون ښاروال علي قاسم تحفه وویل چې د اسراییل بمبارۍ «خبریالان په نښه کړل» او د دغې ډلې موټرونه یې څو متره لرې وویشتل.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي چې د اسراییل او حماس تر منځ په نښتو کې تر اوسه ۴۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د دغې کمیټې په وینا په دغو خبریالانو کې ۳۵ فلسطینیان، څلور اسراییليان او یو لبنانی دی.