د بلوچستان په مرکز کوټه کې د کانګو په ناروغۍ یو بل اخته روغتیايي کارکوونکی هم مړ شوی دی

دا دویم کس دی چې په تېرې یوې اونۍ که د کانګو تبې له امله د کراچۍ په یوه روغتون کې ساه ورکوي. د راپورونو له مخې، دمګړۍ شپاړس تنه نور روغتیايي کارکوونکي د کراچۍ په روغتون کې بستري شوي دي.

چارواکي وايي، چې د ښې درملنې په موخه په دې ناروغۍ اخته ناروغان د کراچۍ روغتونو ته لېږي.

د کراچۍ روغتیایي چارواکي وايي، چې په شپاړسو بستر شویو کې نهه تنه یې ډاکټران او پاتې اووه نور یې روغتیايي کارکوونکي دي.
د بلوچستان صوبې ګڼ اوسېدونکي وايي، چې د دغې ناروغۍ نښې نښانې د دغې صوبې په ډېرو خلکو کې لیدل شوې؛ خو د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي او د ناروغۍ د معلومولو لپاره هغه شان کار نه دی شوی لکه څنګه یې چې اړتیا وه.
خو په بلوچستان کې روغتیايي چارواکي وايي، چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې هڅې پیل کړې او د خلکو د پوهاوي لپاره یې هم چارې ګړندۍ کړي دي.
د دغو خبرونو له خپرېدو وروسته، د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د قصابیو بازارونه ساړه شوي او ډېر خلک د غوښو اخیستلو او خوړلو ته زړه نه ښه کوي.