د کشمیر په پوله د هند او پاکستان پوله ساتو په ډزو کې یو هندي سرتېری ووژل شو
هندي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، هندي او پاکستاني پوځیانو د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د پوځي پولې په اوږدو کې د توپونو او ډزو تبادله وکړه، چې له امله یې یو هندي سرحدي ساتونکی ووژل شو.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې چارواکو وویل، چې پاکستاني پوځیانو د چهارشنبې په شپه د جمو په سویلي سیمه کې پر سرحدي پوستو هاوانونه توغولي.
د هند سرحدي ځواکونو په یوه بیان کې ویلي، چې د دوی پوځیانو د دغه برید "ښه ځواب ورکړ"؛ خو یو سرحدي ساتونکی یې ووژل شو.
جګړه د پنجشنبې په سهار پای ته ورسېده.
پاکستان لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره میاشت هم له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې په جګړه کې دوه هندي سرحدي ساتونکي او درې ولسي خلک ټپیان شوي وو.
هند او پاکستان د کشمیر پر سر له اوږدې مودې راهیسې ترخې اړیکې لري.