پاکستاني فعالان: ډېری افغان نجونې او مېرمنې افغانستان ته تر ستنېدو مرګ غوره ګڼي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

د بشري حقونو فعالان وايي، په زرګونو افغانان چې د طالبانو له خوا له ځورولو وېرېږي د دې لپاره چې پاکستاني پولیس یې بېرته خپل هېواد ته ونه سپاري، پټ ژوند یې غوره کړی دی.

یوې پاکستانۍ فعالې ویلي، ډېرې افغان ښځې او نجونې شته چې مرګ ته ترجیح ورکوي خو افغانستان ته نه ستنېږي.

رویټرز خبري اژانس وايي، له لسګونو بې اسنادو کډوالو سره یې خبرې کړي چې د اخراج له وېرې پټ شوي دي.

د رویټرز په وینا، دا خلک په عمده توګه د دوی د سیاسي یا هنري فعالیتونو تاریخ، د توکمیزو او مذهبي لږکیو سره د تړاو له امله، د طالبانو لخوا د ځورونې له ویرې پاکستان ته تښتیدلي دي.

یوې ۲۳ کلنې ښځې له خپل پټنځي رویټرز ته وویل: "دروازه له بهر څخه بنده ده، موږ دننه بند پاتې یو، موږ نشو کولی چې بهر راووځو، موږ څراغونه نه شو بلولای، موږ حتh په لوړ غږ خبرې نشو کولی."

هغې وويل ځايي ملګرو دروازه تړلې وه نو ګاونډيان به فکر کوي چې کور خالي و.

د دغه رپوټ له مخې د مهاجرینو ځینې سیمه ییز ملاتړي له هغو افغانانو سره چې په پټه د خوراکي او نورو اړینو توکو په برابرولو کې مرسته کوي.

د بشري حقونو فعالانو ویلي، دغه ۲۳ کلنه مېرمن له هغو زرګونو افغانانو څخه ده چې افغانستان ته د شړل کېدو او د طالبانو له خوا د ځورونې له وېرې یې ځانونه پټ کړي دي.

سیجل شفیق، په کراچۍ کې د بشري حقونو فعاله چې له افغانانو سره مرسته کوي، د هغو فعالانو په ډله کې ده چې له سترې محکمې څخه یې د اخراج د پروګرام د درولو غوښتنه کړې ده.

هغې رویټرز ته وویل، «زه څو ښځې او نجونې پېژنم چې وايي د طالبانو واکمنۍ ته د ستنېدو پرځای مړه کېدو ته اهمیت ورکوي.

شفيق زياته کړه، چې ډېرو دغو ښځو او نجونو ورته ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د هغوى د مسلکي خوبونو پوره کېدل ناشوني دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بشري حقونو فعالانو او په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو ډلو په ګډون د بښنې نړيوال سازمان او لوېدیځو سفارتونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیسي.

پاکستاني پولیسو د کورونو مالکینو ته خبرداری ورکړی چې که افغان کډوالو ته کورونه ورکړي نو جریمه به شي.

نور خبرونه

رادیو